زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-04  |  2024-09-08  |  تازه شوی په: 2024/09/07 - 04:09:3 FA | AR | PS | EN
سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي             د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی             یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ             تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي             کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی             افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي             چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي             د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ             پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده             د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک             ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو             د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل             په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت             د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي             په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي            

تاريخ النشر: 2024/06/19 - 04:40:1
زيارة: 228
مشاركة مع الـأصدقاء

په ټول افغانستان کې ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي
 په ټول افغانستان کې ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي

انصار: (د غبرګولی۳۰مه)، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وایي چې اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۷۰ بېلابېلې رسنۍ فعاليت لري.

د یاد وزارت نشراتي  معین، حیات الله مهاجر فراهي ویلي په دغو رسنیو کې انځوریزې، غږیزې، خبري آژانسونه او چاپي رسنۍ شاملې دي چې شمېر یې شاوخوا ۳۷۰ ته رسېږي. 

مهاجر فراهي همداراز ویلي چې د رسنیو ستونزو ته تر ډېره رسېدنه شوې او تر هېڅ ډول فشار لاندې نه دي. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین همداراز ویلي چې دا وخت رسنۍ په ټول هېواد کې د اسلامي او ملي ارزښتونو او افغاني کلتور ته په پاملرنې د فعالیت اجازه لري.

د ښاغلي فراهي په وینا، "دوی کولای شي په هېواد کې خپل رسنیز فعالیتونه روان وساتي؛ البته ځينې نقاط دي چې، هغه باید ټول په پام کې ونیسو، اسلامي ارزښتونه د هېواد علیا منافع، زموږ د افغانې ټولنې دود او فرهنګ."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته سلګونه غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو فعالیت بند کړ چې یو لامل یې اقتصادي ستونزې بلل شوې دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32121






*
*

*



قرأ

کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی


د تاریخي اثارو د بیارغولو لپاره د چین چمتووالی


د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي


هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان